په ضلع نوښار کښې د انتظامیه ذخیره کوونکو په ضد کاروایی کړې

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د پيښورډویژن کمشنر ریاض محسود په حکم د نوښار انتظامیه کاروایی کړې ده، ایډیشنل ډپټي کمشنر میډم قرات العین (مس وزیر) د فوډ کنټرولر نوښار شبیر خان سره په نوښار کینټ کښې د بورې مصنوعي کمې پیدا کولو ، ذخیره کوونکو او د خوراکي توکو د قیمتونو چیک کولو په لړ کښې د یو شمیر دوکاندارانو او ډیلرانو د ګودامونو دوره وکړه او اوګوری چې څوک په ګران قیمت خوراکي توکي خرڅ نه کړي.
مس وزیر د خیبر پښتونخوا چیني ایکټ ۲۰۲۱ ترلاندې قانوني کاروایی وکړه او لیاقت ډیلر ی ګرفتار کړو او پولیس ته ی حواله کړو، د حاجی لیاقت (نوښار کینټ) او امتیاز جنرل سټور جهانګیره کښې ددې ډیلرانو په ګودامونه کښې ذخیره شوي بوره اوموندله چې دې ډیلرانو دې لپاره ساتلی وه چې مصنوعی کمۍ پیدا کړي او بیا دا خوراکي توکي په ګران قیمت خرڅ کړي، دا ډیلر ی ونیول او پولیس ته ی حواله کړو.
مس وزیر د امتیاز ګودام سیل کړ او ددوی په ضد ی هم قانوني کاروایی شروع کړه، د چیکنګ په دوران کښې د نوښار انتظامیه دوکاندارانو او نور سوداګرو ته خبردارۍ ورکړو چې که د هرچا ناجایزه ذخیره وساتله چې بیا دا خوراکي توکي یا بوره په ګران قیمت خرڅه کړي نو ددوی په ضد به قانوني کاروایی وشي.
ځای خلقو او مشرانو د وس وزیر ستاینه کړې چې د غریب اولس د سهولت او اسانتیاوو لپاره ی په دې ګودامونو چاپې اووهلې او د بورې مصنوعي کمي پیدا کوونکي دوکانداران او ډیلران ی ګرفتار کړل او ددوی خلاف ی قانوني کاروایی پیل کړي دي.

…………………………………………………………………………………………….







