په لنډیکوتل کښې د دوایی دوکاندارانو د احتجاج له وجهې مریضانو ته ستونزې رامخې ته شوي

0
149

باغي ټي وي رپورټ
په لنډي کوتل کښې د دوايانو مارکيټ د احتجاج په توګه وتړل شو. ددې سیمې مریضان له سختو ستونزو سره مخ دي. په داروګانو د اضافي ټیکس لګولوپه ضد به احتجاجونه دوام ولري. فضل الرحمن اپریدی

د انضمام په وخت فاټا د پنځو کالو لپاره د ټولو ټیکسونو نه مستثنی دی. په دولتي خصوصي شرکتونو اضافي مالیه غیر قانوني ده. شاه حسین شینواري، د عوامي نیشنل پارټۍ ضلع خیبر میډیا سره خبرې .
د لنډي کوتل هيډکوارټر هسپتال دوایی مارکيټ او د لنډي کوتل بازار ميډيکل مارکيټونه د اضافي ټیکس په اخستلو احتجاجا بند کړے شوي دي، مريضان د دوايانو په اخستلو کښي د سختو مشکلاتو سره مخ دي۔
د احتجاج کوونکو دوکاندارانووینا ده چې په دوایی دوکانونو اضافي ټيکس لګول د انضمام په وخت شوي معاهدې خلاف ورزي ده.
دا خبره د یادونې ده چې نن په لنډیکوتل کښې یو مریض ته د لنډیکوتل هیډکوارټر روغتون ته راوړل شول خو د دوایی دوکانونو د تړلو وجهې دې مریض ته دوایی ور نه کړ شو او ددې له وجهې د پيښور هسپتال ته ولیږل شو.

Leave a reply