په لنډیکوتل کښې د دوایی دوکاندارانو دوکانونه وتړل

0
142

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په هیډکوارټر تحصیل لنډيکوتل کښې د ناجایز ټیکس په ضد د داروګانو خرڅولو واله دوکاندارانو خپل کاروبار او دوکانونه تړلي دي. د دوکاندارانو وینا ده چې شخصي کمپنیو والا په دوی ټیکس لګولې دې او دا ټیکس دوی ته قبول نه دې.

یو څو ورځې وړاندې په لنډیکوتل پریس کلب کښې یوې خبري غونډې ته په وینا کښې د لنډیکوتل د دوایی دوکاندارانو تور ولګولو چې دوی نه د دوایی شخصي شرکتونو واله ناجایز او غیرقانوني ټیکس اخستل غواړي .
دوکاندارانو اوویل چې په قبایلي سیموکښې د کال ۲۰۲۳ پورې د ټیکس اخستل غیرقانوني او ناجایز دي ، د دوکاندارانو وینا وه چې د دوکاندارانو نه دا ټیکس اخستل مناسب نه دي او دوی نه دې دا ټیکس اخستل بند شي.
دوکاندارانو نن په لنډیکوتل کښې ددې ناجایز ټیکس اخستلو په ضد احتجاجا خپل دوکانونه وتړل او وې ویل چې دا فیصله دې د دوایی شرکتونه واپس واخلي او دوی نه دې دا ناجایز ټیکس اخستل بند کړي.

Leave a reply