په قبایلي سیمو کښې په پرمختیایی پروژو کار روان دې: وزیراعلی محمود خان

0
187

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا صوبه کښې شاملې شوې قبایلي سیمو کښې هم پرمختایی کارونه روان دي، د مهمند ضلعې په غلنې سرک کار روان دې او د حکومتي چارواکو مطابق دا کار به زر مکمل شي.

د وزیراعلی محمود په ټولنیز رسنیو پانړه د یو خبر مطابق په غلنې کښې په ۶۴ کلومیټره سرک کار روان دې، په سرک ۱۸ کروړه روپې لګښت راِځي او زر به د سرک جوړولو دا کار مکمل شي او په زرګونو مقامي اولس ته به ددې پرمختایی کار او د سرک جوړولو په وجه ګټه ورسي او دوی ته به تګ راتګ کښې ډیره اساني په لاس راشي.
ددې پروژې د پرانستې په موقع محمود خان اوویل چې په ټولو سیمو کښې بغیر د څه توپیره پرمختایی کارونه روان دي او زمونږ د حکومت هم دغه مشن دې چې عام اولس ته اسانیتاوي او سهولتونه ورکړې شي.

Leave a reply