په ملک کښې د ګرانۍ نه عوام سر ټکوي

0
217

باغي ټي وي رپورټ
په ملک کښې د ګرانې له وجهې عام اولس ډیر زیات پریشان دې او ورځ په ورځ د خوراکي توکو او د ژوند نور ضروري څیزونو په قیمتونو کښې د زیاتوالي له وجهې سر ټکوي.

د ورځپانړې مشرق یو رپورټ مطابق په پیښور کښې د ۸۰ اتیا کلو د وړو په بورې کښې ۶۰۰ سوه روپې زیاتوالې راغلې دی چې له وجهې ی غریب اولس د سختو مالي ستونزو سره مخ کړې دې.
رسنیو سره په خبرو کښې د لنډیکوتل یو تن اوویل چې وړاندې به مو چې د زرو روپې سودا واخسته نو په موټر سایکل به نور ځای نه وو او وس چې د ۱۰ زرو روپو سودا واخلم نه په موټر سایکل ښکاري هم نه چې ددې وجه دا ده چې به ملک کښې د ژوند ضروري څیزونو قیمتونو ډیر زیات شوي دي.
غریب عوام او مزدورانو د حکومت نه غوښتنه کړې چې په دوی د رحم وکړي او د خوراکي توکو قیمتونه دې کم کړې، د اولس وینا ده چې حکومت دې عوام ته ریلیف ورکړي ، د اولس وینا ده چې دې حکومت نه هر څه د کنټرول نه باهر شوي دې او غوښتنه ی کړې ده چې حکومت باید د خوراکي توکو قیمتونه کم کړي او اولس ته اسانتیاوي ورکړي.

Leave a reply