الیکشن کمیشن په ملک کښې د درج ووټرانو لسټ جاري کړو

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د ټاکنو کمیسون په ملک کښې د رجسټر ووټرانو لسټ جاري کړې دې، په ملک کښې د ۱۲ کروړه، ۱۱ لکه، ۹۹ زره ، ۹ سوه او ۷۰ اویا کسان خپل ووټ استعمالولې شي.
د ټاکنو کمېشن لخوا د تازه جاري شوو معلوماتو له مخې په پاکستان کې د ټولټال رجسټرډ ووټرانو شمېر ۱۲۱.۲ ميليونو ته رسېدلی دی. د پاکستان 121,199,970 اتباع کولی شي په انتخاباتو کې د رایې ورکولو حق وکاروي.
په مشرق نیوز د چاپ یو رپورټ الیکشن کمیشن د عمر په تناسب سره هم د ووټرانو لسټ جاري کړې دې، په ملک کښې د ۱۸ کالو نه تر ۲۵ کالو عمر پورې د ووټرانو شمیره ۲ کروړه، ۳۵ لکه ، ۸۹ زره نه زیاته ده، په پایه تخت اسلام آباد کښې د کم عمر واله ووټرانو شمیره د ټولو سیمو نه کمه ده، په اسلام آباد کښې ۱ لک ،۷۵ زره ۴ سوه او ۱۱ ځوانان د رای اچولو اهل دي.
د رپورټ مطابق په ملک کښې د سړو ووټران تعداد ۶ کروړه، ۶۵ لکه ، ۶ زره او ۱۷۱ دې، د ښځو ووټرانو شمیره ۵ کروړه، ۴۶ لکه ، ۹۳ هزار او ۷۹۹ دي، د سړو ووټونو شرح ۵۵ سلنه او د ښځوه ووټران شرح ۴۵ سلنه ده.
په ملک کښې بلوچستان هغه صوبه ده چې د ښځو ووټرانو تناسب ی ۴۳ سلنه دې، په اسلام آباد کښې د سړو ووټرانو تناسب ۵۳ فیصده دې.




