د پاکستان فوځ سرلښکر او د چین هیواد چارواکو ملاقات کړې دې

File Photo
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د چین هیواد سفیر او د چین دفاع تاشي سره په راولپنډي جی ایچ کیو کښې یوه مهم ملاقات کړې ده، په دې ملاقات کښې په مهمو موضوعاتو ټینګار شوې دې.
د پاکستان او چین هیواد د فوځ او د دفاع چارواکو ترمینځ په دې ملاقات کښې د چین او پاکستان دوه اړخیز تجارت ته وده ورکول آ، اړیکو لا ښه کولو او یو شمیر نورو مسله باندې هم خبرې وشوې او د دواړو هیوادونو چارواکو په علاقه کښې د امن لپاره د کوششونو او ددې سیمې د امنیت ټینګولو لپاره د یوبل دریځ نه ځان خبر کړو او په دې ستونزو ی څیړنې هم وکړې.
د اې پي پي خبري آژانس یو رپورټ مطابق د پاکستان پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر) له مخې په دې موقع سرلښكر چین هیواد فوځي او دفاعي چارواکی سره د افغانستان امن لپاره د هڅو یو ځای کولو او د هڅو جاري ساتلو په اړه هم خبرې او څرګندونې وشي چې په افغانستان کښې تل امن ، خوشحالي او ترقي راشي .
د پاکستان فوځ سرلښکر د چین هیواد نوي اتاشي له د دفاع اتاشي په ټاکلو مبارکي ورکړه او د نوي اتاشي نه وړاندې د دفاع اتاشي کار او کوششونه نه وستایل.





