په خوست کښې ښځینه زده کوونکو ګریجویشن مکمل کړو

0
87

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د خوست ولایت نه په ټولنیز رسنیو داسې رپورټ خپور شوې دې چې په دې ولایت کښې یو شمیر ښځینه زده کوونکو د طب ګریجویشن مکمل کړو او سندونه ی ترلاس کړي دي.

د راپور مطابق په خوست کښې د طب پوهنتون نه ۱۳۲ زده کوونکو د طب زده کړې مکمل کړي، د راپورمطابق په دې زده کوونکو کښې ۴۳ افغانان جونه هم وې چې په میډیکل کښې ی زده کړې او ګریجویشن مکمل کړو او دا ښځینه ګریجویشن کوونکې ښځینه به د اولس خدمت وکړي.
د یادونې ده چې په نړۍ کښې د اسلامی امارت په حکومت دا نیوکي شی چې دوی د جونو په تعلیم بندیزونه لګولي دي خو بل طرف د خوست دې ښځینه زده کوونکو د طب زده کړې مکمل کړې او په طب کښې ی د ګریجویشن ډګرۍ ترلاسه کړي دي.
یاده دې وی چې په کندهار کښې هم د ملالۍ پوهنتون نه په ګنړ شمیر کښې ښځینه زده کوونکو دطب او د حقونو په میدان کښې ګریجویشن مکمل کړې دې او ډګرۍ ی ترلاسه کړي دي.
https://twitter.com/Shahid_Khan_Blo/status/1456922179832930304

Leave a reply