د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده

د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده
عبید له موټر چلوونکو غوښتي چې معیاري سرعت، وزن او لوړوالی په پام کې ونیسي. همداراز له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتل شوي چې د ژمي احتیاطي وسایل په تېره بیا چینونه، ګرمې جامې، خواړه او اضافي تېل له ځان سره ولري.
(2021 / 11 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولین وايي، د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو له امله له پرون مازدیګره راهیسې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوول عبیدالله عبید وايي، چې واروه ورېدنه له پرون ورځې راهیسې پيل شوې او نن هم دوام لري.
اړوند موضوعات:
د سالنګ لویه لار د واورې اورېدو لۀ امله تړل شوې ده