د سالنګ لویه لار د واورې اورېدو لۀ امله تړل شوې ده
د سالنګ لویه لار د واورې اورېدو لۀ امله تړل شوې ده
د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست له موټر چلوونکو غوښتي چې معیاري سرعت، وزن او لوړوالی په پام کې ونیسي. همداراز له موټر چلوونکو او مسافرو غوښتل شوي چې د ژمي احتیاطي وسایل په تېره بیا چینونه، ګرمې جامې، خواړه او اضافي تېل له ځان سره ولري.
(2021 / 10 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په سالنګ کې د سږ کال لومړنۍ واوره، له تیرې شپې راهیسې پيل شوې او تراوسه دوام لري، چې له امله يې د سالنګ لاره د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست وايي چې ښايي د واورې اورښت د شنبې تر ورځې دوام وکړي.
اړوند موضوعات:
د سالنګ په سرک د بیا رغونې کار پیل شو
له دې امله له موټر چلوونکو غوښتل شوي چې احتیاطي تدابیر مراعت کړي. دغه ریاست ویلي چې د سالنګونو په شمال او سویل کې د دې لارې د پرانیستلو په موخه د فعالیت له امله دا لاره د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.