د امریکا سنا مجلس ښځینه استازو د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده

د امریکا سنا مجلس ښځینه استازو د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده
ښځینه امریکایي سناتورانو په لیک کې څرګنده کړې چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل په بندیدو سره د افغان نجونو او میرمنو لاسته راوړنې له خطر سره مخ شوي دي. په لیک کې ویل شوي، افغان میرمنو لوړې زده کړي کړي، له کاري ځواک سره یوځای شوي او د افغانستان د عامه خدماتو برخه شمیرل کیږي.
(2021 / 11 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د سنا مجلس ښځینه غړو د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن ته د یوه لیک په استولو سره د افغان میرمنو او نجونو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
دغه لیک چې د سنا د ټولو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتو ښځینه غړو له خوا لاسلیک شوی، د بایډن له حکومت څخه د داسې یوه پلان د جووړیدو غوښتنه شوې چې له مخې یې د افغان میرمنو او نجونو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او اساسي بشري حقونه خوندي وساتل شي.
اړوند موضوعات:
ملګري ملتونه وايي چې افغان مېرمنو ته باید د زده کړو زمینه برابره شي
ښځینه امریکایي سناتورانو په لیک کې څرګنده کړې چې له افغانستان سره د امریکا د تعامل په بندیدو سره د افغان نجونو او میرمنو لاسته راوړنې له خطر سره مخ شوي دي. په لیک کې ویل شوي، افغان میرمنو لوړې زده کړي کړي، له کاري ځواک سره یوځای شوي او د افغانستان د عامه خدماتو برخه شمیرل کیږي.
د امریکا د سنا مجلس ښځینه غړو ویلي دي چې ددغو هڅو د ملاتړ او بریالي کیدو لپاره به له حکومت سره د قانون جوړونې او تعامل په کولو سره ملاتړ وکړي.
د لیک په پای کې ښځینه امریکایي سناتورانو ویلي، افغان میرمنې او نجونې د هغوی اقدام ته ضرورت لري.





