وزیراعظم نن په اټک کښې د ۵.۳ ارب روپو د روغتون جوړولو پرانسته کوي

0
170

باغي ټي وي رپورټ
و زیراعظم پاکستان عمران خان نن د اټک ضلعي دوره کوي، د وزیراعظم د میډیا مرکزي دفتر نه جاري شوي یو بیا مطابق وزیراعظم به په اټک کښې د ښځو د روغتون بنیاد کیدي، په دې روغتون به پنجاب حکومت ۵.۳ اربه روپې لګښت راځي.

د اې پي پی رپورټ مطابق ددې روغتون په وجه به ۲۰ لکه عام وګړو او نزدې پرتو د سیمو خلقو ته د علاج او سهولت په کور ورسي، دا روغتون به په دوه کاله کښې مکمل شي.
د اټک دور په موقع په وزیراعظم عمران اولسي غونډي ته وینا هم کوي، د یادې پروژې د مکمل کولو لپاره به وفاقي حکومت ۲.۶۶ اربه روپې د پنجاب حکومت ته جاري کوي، دا روغتون د ۲۰۰ کټونو روغتون دي چې په دې کښې د علاج کولو جدید سهولتونه اوسانیتاوي اولس ته ورکړې شي. د رو غتون په ځانګړې توګه د میرمنو لپاره جوړیږي او په دې کښې به ښځینه او د پیدا کیدونکو بچو خاص خیال او علاج کولې شي.

Leave a reply