ترکیې افغانستان کې خپل ښوونځي بېرته پرانیستي دي

ترکیې افغانستان کې خپل ښوونځي بېرته پرانیستي دي
د معارف فونډېشن، چې د ترکیې حکومت یې تمویلوي، په افغانستان کې ۸۰ ښوونځي لري چې د هغو په منځ کې ۱۴ د نجونو لپاره دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې هیواد یې کابل ته بشري مرستې استوي او وروستی ځل یې ۳۳ ټنه خوراکي افغانستان ته لیږلي دي.
(2021 / 11 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، حکومت یې په افغانستان کې د نجونو له ۱۴ ښوونځیو څخه، چې د ترکیې له لوري جوړ شوي او اداره کېدل، ۱۰ بېرته پرانیستي دي.
چاووش اوغلو پرون د خپل هیواد د پارلمان غونډې ته وویل، ترکیه هڅه کوي چې د دیپلوماسۍ له لارې د افغان نجونو او ښځو ملاتړ وکړي او تېره میاشت یې په انقره کې د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څخه په کلکه وغوښتل چې په افغانستان کې ټولې خواوې او ډلې په حکومت کې شاملې کړي.
اړوند موضوعات:
د هرات والي وايي چې ژر به د نجونو ښوونځي هم بېرته پرانستل شي
د معارف فونډېشن، چې د ترکیې حکومت یې تمویلوي، په افغانستان کې ۸۰ ښوونځي لري چې د هغو په منځ کې ۱۴ د نجونو لپاره دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې هیواد یې کابل ته بشري مرستې استوي او وروستی ځل یې ۳۳ ټنه خوراکي افغانستان ته لیږلي دي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې د طالبانو پر راتګ لۀ شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي، چې لۀ نړۍوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شوی دي.
طالبانو بیا ویلي چې پر یوه تکلاره کار کوي چې پایله کې به يې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه بیرته پرانستل شي.






