د افغانستان او انډیا په کرکټ میچ جوارې شوې وه : یو افغان تن په ټولنیزو رسنیو ویډیو

0
53

باغي ټي وي رپورټ
په ټویټر رسنی یو افغان تن خپله ویډیو خپره کړ ې ده، هغه افغان تن وایی چې د افغانستان او هند ترمینځ د ټي ټونټي میچ باندې جوارې شوي ده.

دا افغانۍ تن چې د افغانستان ملی بیرغ تور،سپین او شین هم ورسره دې او په چغو چفو ژاړي هم داسې وایی چې دې افغان لوبغاړو افغانستان خرڅ کړو او دلته ی میچ فکس کړې دې او جواري ی پرې شروع کړې ده.
په دې ویډیو کښې ښکاري چې دې افغان تن له یو سکهه راځي او دا افغان تن ورسره په اردو ژبه کښې خبرې کوي او سوال ترې کوي چې دلته پاس څه روان دي نو سکهه ورله ځواب ورکوي او مسکۍ شي چې دلته هر څه روان دي.
یاده دې وی چې درې ورځې وړاندې د افغانستان او هند لوبډلې ترمینځ د ټي ټونټي لوبه وشوه، په رسنیو د کرکټ مینه والو داسې تورونه لګولي دي چې افغانستان کرکټ لوبډلې دا میچ د اول نه فکس کړې وو او هند له په پلان سره بریا او ګټه ورکړه.
په داسې وخت کښې چې په افغانستان کښ د امارت اسلامی افغانستان حکومت دې او د طالبانو حکومت په هیواد کښې په رشوت او نورو غیراسلامی کارونو بندیز لګولې او دلته داسې راپورونه خپریږي چې افغانستان ټیم دا میچ فکس کړې وو نو افغانان غوښټنه کوي چې ددې دې پلټنې وشی او معلومه دې کړې شي چې ولې د افغان ټیم د افغان ملت زړونه مات کړل او په میچ ی هند سره جواری وکړه.

Leave a reply