زده کوونکې دې د لوبو سره سر تعلیم ته هم ډیره توجه وکړي: شفقت محمود

0
181

باغي ټي وي رپورټ
د تعلیم وفاقی وزیر شفقت محمود په یو بیان کښې ویلي دي چې زده کوونکو له ډیر زیات ضروري دي چې دوی د لوبو سره سره د تعلیم حاصلولو په لور هم خاص پاملرنه وکړي.

وفاقي وزیر تیر ورځ د د اسلام آباد په سپورټ کمپلیکس کښې د ایف دي اې کلن انټر زونل لوبو د پرانستې د غونډې په موقع په وینان کښې اوویل چې د کورونا وبا له وجهې ت د تعلیم او زده کوونکي هم ډیر بدمتاثر شوي دي.
هغه اوویل چې وزیراعظم عمران خان د تعلیم په اړه ډیر ښه سوچ او فکر لری او غواړي چې د پاکستان نوې نسل تعلیم حاصل کړي، دوی اوویل چې د لوبو سره سره دې زده کوونکي په تعلیم حاصلولو هم خصوصي توجه وکړي، هغه اوویل چې په ټوله نړۍ کښې د کورونا له وجهې د تعلیم سیکټر هم ډیر بد متاثره دې او وس چې لوبې بیا پیل شوې او تعلیمی ادارې هم پرانستل شوی نو ځوانان دې د لوبو سره سره تعلیم ته هم ډیره توجه وکړي چې د قوم او ملک د ترقي لپاره کار وکړي.
دوی اوویل چې د کورونا وبا نه پس لوبې بحالیدل یو ډیر ښه علامت دي او وې ویل چې لوبې د ځوانانو لپاره یو مثبت کار دې چې له وجهې ی د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر کیږي.
په دې موقع د وفاقي نظامت تعليمات ډائرېكټر جنرل ډاكټر اكرم الحق٬د پاكستان سپورټس بورډ ډائرېكټر جنرل٬استاذان او زده كونكي هم په ګنړ شمیر کښ موجود وو.

Leave a reply