شهرام خان په صوابۍ کښې د سکول دوره کړې

0
83

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا صوبای وزیر تعلیم شهرام خان ترکیی په صوابی کښې د یو سکول دوره وکړه، په سکول کښې ی د ورکړل شوی نوي فرنیچر معاینه وکړه.

په دې موقع د تعلیمې ادارې انتظامیه او نور ښوونکي هم موجود وو، په دې موقع شهرام ترکيی د سکول په انتظامیه زور راوړو چې د نوي نسل او ځوانانو د ښه تعلیم او تربیت وکړي چې ددوی راتلونکې هم روښانه شی او د خپل قام او ملک د ترقۍ او خوشحالۍ لپاره هم خپل فعال او مثبت رول ولوبوي.
شهرام خان په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې غواړي چې په تعلیمی ادارو کښې زده کوونکو ته اسانتیاوی او سهولتونه ورکړی چې ددې زده کوونکو محرومۍ ختمې شي او په ښه ماحول کښې زده کړې ترسره کړي.
نوموړی وایی چې دا زما ژمنه ده چې زه به د زده کوونکو محرومۍ او ستونزې لرې کوم چې دوی په ښه ماحول کښې سبق زده کړي.
یاده دې وی چې د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت په ټوله صوبه او ضم قبایلی علاقو کښې د تعلیمی ادارو لپاره د ۶ شپږ اربه روپو اعلان کړې په کومو به چې دې تعلیمي ادارو لپاره کرسۍ او میزونه واخستل شی چې هیڅ یو ماشوم هم به زمکه او ټاټ باندي په کیښناستو مجبور نه شي.
د صوبای حکومت د اعلان مطابق په صوبه کښې به ۲۶ لکه زده کوونکو ته نوې فرنیچر ورکړې شي چې دوی په ښایسته ماحول کښې سبق زده کړي او د قوم او ملک په ترقي کښې رول ولوبوی.

Leave a reply