سکالران او کارپوهان دې د نوي نسل او ځوانانو په صیح توګه روزنه وکړي: عمران خان

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د په اسلام آباد کښې د اکادمی ادبیات پاکستان کښې ایوان اعزاز پرانستې په غونډه کښې په خپله وینا کښې اوویل چې په نن وخت کښې دا یوه ډیره ضروري خبره ده چې ځوانانو ته سمه لار اوښودل شي او د ځوانانو په داسې طریقه روزنه او تربیت وشی چې د قام او ملک په ګټه راشي.
خان اوویل چې پوهان او سکالران د قام لارښودنه كوي او په نن سبا وخت کښې په پاکستان کښې هم دغسې کارپوهان ته اړتیا ده چې ددې نوي نسل او ځانانو ښه تربیت وکړی او ددوی صحیح اصلاح وکړي.
وزیر اعظم پاکستان اوویل چې د رحمۃ للعالمين اتھارټي جوړولو مقصد هم دادې چې ددې هیواد ځوانانو ته پیغمبر اسلام یو رول ماډل اوښودل شي او دوی د هغه په نقش قدم روان شي.
۔ وزيراعظم په خپله وینا کښې اوویل چې د مسلمانانو د یو ښه تاریخ په دور او وخت کښې د عالمانو او نور کارپوهان ډیر لويه رتبه وه او ددې شخصیتونو په معاشره کښې یو ډیر لوی رول وو.
خان زیاته کړه چې کله نه چې په مکه کښې انقلاب او بدلون راغې نو ددې انقلاب بنیاد او اساس په اخلاقیاتو وو ، کله چې په معاشره کښې اخلاقیات او نرم خویونه راشي نو هغه معاشره او هیوادونه پرمختګ کوي ځکه هم دغه اخلاقیات وو چې پخوازمانه کښې د مسلمانانو یو لوی تاریخ ی جوړ کړې وو چې وس ی هم مونږ په ډیر عزت او قدر یادوو.






