د نړۍ هیوادونه دې د هندي فوځ ظلمونو نه خبر وی: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په قبضه شوي کشمیر کښې د هندوستان حکومت له طرف نه نوې تحقیقاتي ادارې جوړولو باندې اندیښنه څرګنده کړې ده، پاکستان دریځ خپل کړې دې چې دې ادارې سره به په کشمیر کښې په کشمیری مسلمانانو باندې نورهم د هندي فوځ او پولیسو له طرف نه ظلم او زیاتي زیات شي.
د اې پي پي په ویب پانړه یو رپورټ مطابق د پاکستان د بهرنیو وازارت ویاند وایی چې د نړۍ هیوادونو دې په هندوستان حکومت او فوځ دباو راوړي چې دوی په کشمیریانو باندې د شروع کړي ظلم او زیاتي نه منع کړي .
په رپورټ کښې د خارجه دفتر ویاند زیاتوي چې مقبوضه کشمير كښې د هند سرمايه كارۍ مقصد دادې چې په دې سیمه کشې د غیرقانوني قبضې، د انساني حقونو نه سرغړونه او په کشمیري مسلمانانو د زور او زیاتي نه د نړۍ هیوادول ناخبره وساتی او د نړۍ سترګې د هندي فوځ په کشمیر مسلمانانو باندې د شروع ظلم نه واړوي.
ویاند ویلی دي چې په افغانستان كښې هم د ترهه ګرۍ هلې ځلې د اندیښنې وړ دي او باید چې نړۍ ددې نرهګرۍ د مخنیوي لپاره کار وکړي، ویاند زیاتوي چې د افغانستان پشمول ټولې نړغ له به د دې ترهګرۍ مخه نیول وی. او باید چې نړيواله ورورولي د هندوستان فوځ او د پولیسو ترهه ګر تنظيمونه په ډاګه كړي او دنیا ته ی څرګند کړي چې دوی په کشمیری مسلمانانو ظلم او زیاتې کوي.






