کابل کې یو ژورنالیست ځان وژنه کړې

0
236

کابل کې یو ژورنالیست ځان وژنه کړې

د مشرانو جرګې تلوېزیون د تخنيک يوه کارکوونکي، هارون نيرومند د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژلی دی.

د کورنۍ غړي يې وايي، چې نیرومند نن د کابل په دهمزنګ سيمه کې ځان په دار ځړولی دی.

 

(2021 / 11 / 4  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مشرانو جرګې تلوېزیون د تخنيک يوه کارکوونکي، هارون نيرومند د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژلی دی.

د کورنۍ غړي يې وايي، چې نیرومند نن د کابل په دهمزنګ سيمه کې ځان په دار ځړولی دی.

د  سبټمبر  تر پنځلسمې وروسته پۀ ټول افغانستان کې ډیری دولتي او شخصي ادارې تړل شوي دي.

پۀ زرګونو خلک بې روزګاره او لۀ اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

د دغو ستونزو د حل لپاره بار بار خلکو د ا.ا.ا امارت څخه غوښتنې کړي؛ خو تر اوسه یې د ا.ا.ا د حل لار نده پیدا کړې.

د وروستیو بدلونونو او بې کاریو لۀ امله د بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو لۀ امله تر دې وړاندې کنړ، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې هم یو شمېر پخوانیو نظامیانو ځان وژنې کړې دي.

 

 

Leave a reply