د پیمرا پخوانۍ ډي جي د نوکرۍ نه ګوښه کړې شو

0
148

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د اليکټرانک ميډيا ريګوليټري اتھارټي (پيمرا) پخوانى ډائريکټر جنرل د يوې ښځې د ځورولو په تور له کاره ګوښه کړے شوے دے، دا ښځه هم د پیمرا په دفتر کښې د ورځې په وزدورۍ کار کولو.

کشماله طارق چې د وفاق په سطح د ځورولو د مخنیوي وظیفه لري، د پيمرا پخواني ډي جي حاجي آدم د برطرفه کولو حکم ی ورکړے دے۔
د جیو نیوز په ویب پانړه چاپ د یو رپورټ مطابق د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ کې دغې ښځې د پيمرا پخواني ډي جي حاجي آدم خلاف د جنسي ځورونې درخواست جمع کړی ووو او د ځورونې په ضد وفاقي محتسب په فبروري 2020 کې د PEMRA DG معطل کولو فیصله کړې وه.
د راپور مطابق د پيمرا پخواني ډي جي پيمرا د عبوري پريکړې خلاف هائي کورټ ته هم رجوع کړې وه ولي هائي کورټ هم د ډي جي پيمرا اپيل مسترد کړے وو او د ځورنې د مخنيوي لپاره ئي وفاقي محتسب ته د رجوع کولو هدايات کړي وو، رپورټ زیاتوي چې د پيمرا پخواني ډي جي د طرف نه شوې اپیل صدر هم دوه ځله رد کړې وو او متعلقه فورم ته د رجوع کولو هدايت وکړو.
د راپور مطابق متاثره ښځه په پيمرا کې په روزانه مزدورۍ کارکوونکې وه. کشماله طارق په خپله فيصله کې وويل چې پيمرا دې په ټولو مهمو ځايونو کې سي سي ټي وي کيمرې نصب کړي ترڅو دداسې پیښو مخنیوۍ وشي، پيمرا دې د ښځو د ځورولو شکايتونو اورېدو لپاره يوه کميټي جوړه کړي، د ښځې په ځورولو کښې شریک ملزم جی ایم پیمرا فخرالدین د وظیفې تنزلياو 500,000 پینځه لکه روپۍ جرمانه کولو حکم هم شوې دې.

Leave a reply