په صوبه کښې به بلدیاتي ټاکنې په ۱۹ دسمبر کیږي

0
241

باغي ټي وي رپورټ
د اليکشن کميشن آف پاکستان (اي سي پي) له اړخه په خيبر پښتونخوا کښې د بلدياتي انتخاباتو لپاره نوي شيډيول اعلان کړے شوې دې.

اليکشن کميشن د پيښور هائي کورټ د فيصلې عملي کولو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو وخت غځولې دې او د اليکشن کميشن د حکم ترمخه به اميدواران اوس د نومبر په لسمه نيټه خپل د نامزدګۍ کاغذونه جمع کولی شي او د نومبر د 12مې نيټې نه تر 14م نيټې پورې به ددوی د کاغذونه د کتنې او پلټنې کار روان وي.
د کمیشن د حکم مطابق په خيبر پښتونخوا کې به د بلدياتي انتخاباتو اولنې مرحله دوام و لري او په خېبرپښتونخوا کښې به د دسمبر په پنځلسمه ټاکنې وشي.
د ټاکنو د شیډول له مخې د کاغذونو د منلو یا ردولو لپاره اپیلونه به د نومبر له 15 څخه تر 17 پورې کولی شي، په داسې حال کې چې د ایپیلیټ کورټ محکمه به د نومبر تر 19 پورې د اپیلونو پریکړه وکړي
د راپور مطابق د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي شيډول له مخې به اميدوارانو ته انتخابي نشانونه د نومبر په 23مه نېټه ورکولې شي او د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې به د بلدياتي انتخاباتو لپاره پولنګ د دسمبر په 19مه نېټه کېږي
دا خبره د یادونې ده چې الېکشن کمېشن تر دې وړاندې په خېبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې د دسمبر په ۱۵مه نېټه پرېکړه کړې وه خو وس به دا ټاکنې په ۱۹ دسمبر کیږي.

https://www.facebook.com/MushtaqAhmadKhanOfficial/videos/363085882279445

Leave a reply