د پاکستان د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان د ۱۹۰ ميليونه پاونډو په قضيه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شو

0
28

باغي ټي وی رپورټ

د پاکستان د تحريک انصاف بنسټګر عمران خان د ۱۹۰ ميليونه پاونډو په قضيه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شو.

جج ناصر جاويد رانا د عمران خان او بشرا بي بي په ضد د 190 ميليونه پاونډ د مقدمې فيصله اډياله جيل کښې اورولې ده۔

عمران خان د فیصلې لپاره اډیاله جېل ته وړل شوی وو چې بشری بي بي او د پي ټي آئي چیئرمېن بیرسټر ګوهر هم جیل ته رسېدلی وو، د شعیب شاهین نه علاوه سلمان اکرم راجا او نور وکیلان هم اډیاله جیل کښې موجود وو.
د ۱۹۰ میلیونه پاونډو په قضیه کې عمران خان ته ۱۴ کاله د بند سزا او یو میلیون روپۍ جرمانې او بشری بي بي ته د ۷ کاله بند او ۵ لکه روپۍ جرمانه سزا اورول شوې ده.

قاضي په خپله فیصله کې ویلي که عمران خان جریمه ورنکړي نو شپږ میاشتې به په بند محکوم شي او بشری بي بي به د جریمې د نه ورکولو په صورت کې درې میاشتې نور په بند محکوم شو.
په دې موقع د امن او امان برقرار ساتلو لپاره د اډياله جيل دننه او بهر د سيکيورټي سخت انتظامات شوي، زنانه پوليس او په ساده جامو کښې افسران هم تعينات شوي دي چې د کومې بدې پیښې مخنیوي وشي.

Leave a reply