اډیاله جیل یو مهم ځای دې: د پیښور هایی کورټ چیف جسټس

0
24

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور هائي کورټ چيف جسټس د يوې مقدمې اوريدنې په مهال په خندا سره ريمارکس ورکړو چې اډياله جيل ډير مهم ځای دی.

د پيښور هائي کورټ چيف جسټس اشتياق ابراهيم د 13 لاپته کسانو کيس سماعت کړے وو چې پکښې ايډيشنل ايډوکيټ جنرل انعام يوسفزئ او ډپټي اټارني جنرل عبيدالله انور عدالت ته وړاندې شول۔

چيف جسټس موسکا وکړه او ويې ويل اډياله ډېره مهمه سيمه ده، شکر وباسه چې ګرفتار يې عام شو.

بلخوا ډپټي اټارني جنرل وئيلي دي چې د محمد حسين رپورټ راغلی او دا د ادارو سره نشته، په دې اړه چيف جسټس وويل د محمد حسين کورنۍ د چا په ضد ايف آئي آر درج کول غواړي۔

ورسته عدالت د 10 لاپته کسانو په اړه د ایڈووکیټ جنرل او اټارني جنرل نه رپورټ طلب کړو.

Leave a reply