هیڅ بهرني ته به په پاکستان کې په غیر قانوني توګه د اوسیدو اجازه ورنکړل شي: د پاکستان داخله چارو وزیر

0
129

باغي ټي وي رپورټ
دامريکا سفير ډونلډ بلوم دکورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره الوداعي ليدنه کړې ده چې پکې ددوه اړخيزه دلچسپي اؤ دپاکستان اؤ امريکا په اړيکو خبرې اترې شوي دي.

دامريکا سفير ډونلډ بلوم دکورنيو چارو وزير محسن نقوي سره الوداعي ملاقات کړى چې په مهال يې دکورنيو چارو وزير دپاکستان اؤ امريکا داړيکو دپرمختگ لپاره دامريکا سفير ډونلډ بلوم دخدمتونو قدرداني وکړه اؤ دهغه لپاره يې د نيکو هيلو څرگندونه وکړه.
په الوداعي غونډه کې امريکايي سفير په پاکستان کې د ترهګرۍ د وروستيو پېښو غندنه وکړه.

په دې موقع محسن نقوي وويل ترهګري يوه نړيواله ستونزه ده، نړيواله ټولنه دې په ګډه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دعمل پلان جوړ کړي.

محسن نقوي ویلي چې هیڅ بهرني ته به په پاکستان کې په غیر قانوني توګه د اوسیدو اجازه ورنکړل شي.

دامريکا سفير ډونلډ بلوم وئيلي دي چې په پاکستان کې دځايې کولو په مهال دټولو ادارو مکمل ملاتړ ترلاسه شوى دى.

Leave a reply