د اسلام اباد هائي کورټ د اسلام آباد ډپټي کمشنر ته د توهين عدالت په مقدمه کې د شپږ مياشتو بند سزا اورولې او جرمانه يې هم لګولې ده

0
155

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د اسلام آباد ډپټي کمشنر ته د توهين عدالت په مقدمه کې د شپږ مياشتو بند سزا اورولې او جرمانه يې هم لګولې ده.

د اسلام آباد هائي کورټ د شهريار آفريدي د ګرفتارۍ لپاره د ايم پي او حکم جاري کولو په ضد د اسلام آباد ډي سي اسلام آباد د توهين عدالت مقدمې فيصله اورولو په وخت ډي سي اسلام آباد د عدالت په توهين مجرم ګرځولی دی.

د اسلام اباد های کورټ هم د یوې میاشتې لپاره سزا وځنډوله او د استیناف لپاره یې وخت ورکړ او د محکمې د پرېکړې کاپي یې د پاکستان لومړي وزیر ته د استولو لارښوونه وکړه.
عدالت په خپله فيصله کې وئيلي دي چې ډي سي اسلام اباد دې په يوه مياشت کې دننه ددغه پريکړې په ضد اپيل دائر کړي، که عدالت دغه فيصله معطل نۀ کړه نو ډي سي اسلام اباد دې جيل ته واستول شي.

د اسلام اباد هائي کورټ ډي سي اسلام آباد ته د شپږ مياشتو بند او يو لاک روپو جرمانې سزا اورولې ده۔ د دې نه علاوه عدالت ايس ايس پي آپريشنز جميل ظفر ته د څلور مياشتو بند او د روپو جرمانه سزا هم اورولې ده۔

Leave a reply