متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان پریکړه کړې چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي، په وفاقي کابینه کې به برخه نه اخلي
باغی ټي وي رپورټ
متحده قومي موومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان پریکړه کړې چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي، په وفاقي کابینه کې به برخه نه اخلي.
دسرچينو له مخې ايم کيو ايم مسلم ليګ نون ته دخپلې پريکړې خبر ورکړى دى.
سرچينې وائي مسلم ليگ(ن) ايم کيو ايم ته يواځې يو وزارت ورکولو ته تيار دى اؤ ايم کيو ايم د څلورو وزارتونو غوښتنه کوي.
دسرچينو له مخې ايم کيو ايم مسلم ليگ(ن) څخه غوښتنه کړې ده چې د سندهـ والي دې د ايم کيو ايم څخه وي.
په دې لړ کې د مسلم ليګ نون سرچينو ويلي دي چې دوی به له ايم کيو ايم سره د مسلې د حل لاره ومومي، له ايم کيو ايم سره خبرې روانې دي.
سرچينې وائي ايم کيو ايم د قامي اسمبلۍ د سپيکر اؤ وزيراعظم په انتخاب کې ووټ ورکولو ته تيار دى خو ايم کيو ايم د سينيټ چيئرمېن او صدر په انتخاباتو کې ووټ ورکولو ته تيار نۀ دى.