قامي اسمبلي به د یکشنبې په ورځ د مارچ په دریمه نیټه لومړی وزیر، وزیراعظم ټاکي

0
81

باغی ټي وي رپورټ
قامي اسمبلي به د یکشنبې په ورځ د مارچ په دریمه نیټه لومړی وزیر، وزیراعظم ټاکي.

د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ د وزيراعظم ټاكنې شيډول جاري كړو چې له مخې به يې د وزيراعظم ټاكنې د مارچ په درېيمه نېټه كېږي۔

د وزيراعظم لپاره د نامزدګۍ کاغذونه به د مارچ په 2مه نېټه ماسپښين دوه بجې ترلاسه كولې شي او بيا به د كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه د ماسپښين تر درې بجو پورې وي۔

د شيډول له مخې د وزيراعظم لپاره د نامزدګۍ کاغذونه د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ د قانون سازۍ څانګې څخه اخستلې شي۔

د نوماندۍ د کاغذونو د تفتیش پر مهال د وړاندیز کوونکو او ملاتړ کوونکو شتون لازمي دی.
ياده دې وي چې د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې نوو ټاكل شويو غړو سوګند پورته كړو او د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف نوي ټاكل شويو غړو ته د حلف وركولو۔

د لوړې له مراسمو وروسته به په دويم پړاو کې د اسمبلۍ د نوي سپيکر او ډپټي سپيکر ټاکنه کېږي او بيا د سپيکر او مرستيال له انتخاب وروسته به د لومړي وزير ټاکنه کېږي.

شهباز شریف د دوهم ځل لپاره د لومړي وزیر کیدو لپاره ۱۶۹ ووټونو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې دا مهال د مسلم لیګ ن او د هغه د متحدینو له ۲۰۰ څخه د زیاتو غړو ملاتړ دی.

Leave a reply