د خېبر پښتونخوا او بلوچستان اسمبلۍ غونډې به نن کېږي
باغی ټي وي رپورټ
د خېبر پښتونخوا او بلوچستان اسمبلۍ غونډې به نن کېږي، چې د دواړو صوبايي اسمبلۍ نوي ټاکل شوي غړي به حلف اخلي.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيکر مشتاق غني او د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر جان محمد جمالي پر ځای به زمرک خان اڅکزۍ د پريزائيډنګ افسر په توګه له اسمبلۍ غړو حلف اخلي.
د دواړو مجلسونو د سپیکر او مرستیال سپیکرانو نومونه لا نه دي اعلان شوي.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په لومړۍ غونډه کې به نن د اسمبلۍ نوي ټاکل شوي غړي حلف اخلي، که د سني اتحاد شورا ته د مخصوصو څوکیو د وېش په اړه پرېکړه ونه شوه نو د اسمبلۍ ۲۱ څوکۍ به د ښځو او ۴ د اقلیتونو لپاره خالي پاتې شي. .
د اسمبلۍ غونډې په اړه ټولې تيارۍ بشپړې شوې دي او د اسمبلۍ د ترميم چارې هم بشپړې شوې دي.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ په لومړۍ غونډه کې به د ښځو لپاره په ۲۶ مخصوصو څوکیو د جمعیت علمای اسلام ف او مسلم لیګ نون دوه دوه او د پیپلز ګوند یوه یوه ښځه حلف اخلي او ۲۱ مخصوص څوکۍ به خالي پاتې وي او د اقليتونو په څلورو څوکيو هم به غړي سوګند وا نخلي.