د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت د پي ټي آئي باني عمران خان، فيصل جاويد او اسد عمر د لانګ مارچ د ورانکارۍ مقدمه کې بري کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد ضلعي او سيشن عدالت د پي ټي آئي باني عمران خان، فيصل جاويد او اسد عمر د لانګ مارچ د ورانکارۍ مقدمه کې بري کړي دي.
د اسلام آباد جوډيشل مجسټرېټ شبير بهټي د پي ټي آئي د باني او نورو کسانو د بري درخواست منلې او عدالت عمران خان، فيصل جاويد، اسد عمر، راجا خرم نواز او علي نواز اعوان د لانګ مارچ د ورانولو په مقدمه کې بري کړي دي.
عدالت وويل چې د وکيل صفايي په وينا عمران خان او نورو ملزمانو ته ددفعه 144 نافذولو په اړه معلومات نۀ وؤ، ايډيشنل ضلعې مجسټرېټ ددفعه 144 نوټيفيکيشن جاري نۀ کړى ؤ، دپي ټي ائي د باني اؤ نورو په ضد دسياسي تورونو مقدمه درج کړې شوې وه. غچ اخیستی دی.
عدالت ريمارکس ورکړو چې دحکومت لخوا ددفعه 144 نوټيفيکيشن مخې ته نۀ دى راغلى، د ترنول پوليس سټيشن ايس ايچ او مدعي دى، پوليس افسر ته د مقدمې درج کولو اختيار نۀ دى، چالان کې 11 شاهدان شامل کړل شوي وو.






