د مسلم ليګ (ن) کانديد مريم نواز او د سني اتحاد کونسل رانا افتاب احمد به نن د پنجاب د وزيراعلي په ټاکنو کې يو له بل سره مقابله کوي

0
88

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب او سند ایالتونو په صوبايي اسمبلۍ کې به نن د اسمبلۍ غړي د وزیراعلی د څوکۍ لپاره خپلې رایې اچوي.

د مسلم ليګ (ن) کانديد مريم نواز او د سني اتحاد کونسل رانا افتاب احمد به نن د پنجاب د وزيراعلي په ټاکنو کې يو له بل سره مخامخ شي.

د مسلم ليګ ن غړو د مريم نواز د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي، د پنجاب اسمبلۍ سيکرټري چوهدري عامر حبيب کاغذونه ترلاسه کړي دي۔

د سني اتحاد کونسل نامزد امیدوار رانا افتاب احمد هم د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي.وروستو د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ملک محمد احمد خان د کاغذونو پلټنې وکړې او د دواړو کانديدانو کاغذونه يې د قوانينو مطابق درست اعلان کړل.

د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ملک محمد احمد خان وئيلي دي چې د پنجاب د وزيراعلې ټاکنه به د فرورۍ په 26مه نيټه د سهار په 11 بجو کيږي.

Leave a reply