پاکستان د مظلومو فلسطيني وروڼو او خويندو مرستو ته دوام ورکړې او امدادي توکي ی غزی ته لیږلي دي
باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د مظلومو فلسطيني وروڼو او خويندو مرستو ته دوام ورکړې او امدادي توکي ی غزی ته لیږلي دي.
د امدادي سامانونو اوومه ډله له پاکستان څخه د فلسطين د محاصرې شوې سيمې غزې ته لېږلې شوې ده.
د رخصتۍ په مراسمو کې په پاکستان کې د فلسطین سفیر او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم حضور درلود.
په دغه ۳۰۰ ټنه مرسته کې درمل، کمپلې، خوراکي توکي او نور اړین توکي شامل دي. مصر ته د مرستو له رسېدو وروسته به غزې ته ولېږدول شي.