په ترکیه کې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د اطلاعاتو وزیرانو په غونډه کښې غزه کښې د غیر مشروط اوربند غوښتنه کړې ده

د OIC غونډې همداراز د رښتیا غږ ټیټولو او په دې فشار راوړلو لپاره د فلسطیني خبریالانو په نښه کول هم په سختو ټکو کښې غندلي دي.
0
55

باغی ټي وي رپورټ
په ترکیه کې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) د اطلاعاتو وزیرانو په غونډه کښې غزه کښې د غیر مشروط اوربند غوښتنه کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، دغه غونډه په غزه او لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي پوځ له خوا د فلسطینیانو سیستماتیک وژنه او نسل وژنه په کلکه غندي او په غزه کې د بې قید او شرطه اوربند غوښتنه کوي.

په دې غونډه کې وويل شول چې په غزه او لويديځه غاړه کې د فلسطينيانو د نسل وژنې او عام وژنې د اسرائيلو منظم کمپاين د سختې غندنې وړ دى، اسرائيل د خپلو ناوړه کړنو د پټولو لپاره غلط معلومات خپروي.

OIC وايي، له ختیځ بیت المقدس سره د فلسطیني دولت جوړول او د فلسطینیانو د حقونو په رسمیت پیژندل په سیمه کې د سولې یوازینۍ لار ده.

د OIC غونډې همداراز د رښتیا غږ ټیټولو او په دې فشار راوړلو لپاره د فلسطیني خبریالانو په نښه کول هم په سختو ټکو کښې غندلي دي.

Leave a reply