د اسلام اباد هائي کورټ د وفاقي پلازمېنې په درېيو حلقو د کاميابۍ نوټيفيکيشن د الېکشن کمېشن له پرېکړې سره مشروط کړ.

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د وفاقي پلازمېنې په درېيو حلقو د کاميابۍ نوټيفيکيشن د الېکشن کمېشن له پرېکړې سره مشروط کړ.
د اسلام آباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب او جسټس ارباب طاهر د اسلام آباد د دريو حلقو انتخابي نتيجې او نوټيفيکيشن په ضد د درخواستونو اورېدنه وکړه۔
د اورېدنې په مهال جسټس ميا ګل حسن وويل د الېکشن ټريبيونل جوړولو نوټيفيکيشن دې عدالت ته وړاندې کړے دے، درخواست کوونکي دغه نوټيفيکيشن د عدالت نه پټ کړے دے، ولې اليکشن کميشن دغه نوټيفيکيشن په عجلت کې جاري کړے دے، د دې معاملې به وڅېړل شي۔عدالت ويلي دي چې اليکشن کميشن پخپله د اسټي آرډر او نوټيفيکيشن جاري کوي، دغه صورتحال د آئيني ادارې په کار سخت سوالونه راپورته کړي دي، آیا عدالت مراسلې ځنډولو سره درخواستونه ختم کړي؟
د الېکشن کمېشن وکيل وويل چې درخواست کوونکو عدالت ته چې څه ويلي هغه بالکل درست نه دي، د فارم 47، 48 او 49 نه وروسته نوټيفيکيشن جاري شو، د ريټرننګ افسر د رپورټ په اساس عدالت ته خبر ورکوم.
محکمې د اليکشن کميشن د وکيل تر باور وروسته درخواستونه ختم کړل او ويې ويل چې د ټريبيونل د جوړيدو له امله د دې موضوع نوره اوريدنه نه شي کولى.
عدالت د اسلام آباد په دريو حلقو کښې د کامياب اميدوارانو نوټيفيکيشن معطل کړې او وئيلي ئې دي چې دغه نوټيفيکيشن به د اليکشن کميشن کښې د درخواستونو تر فيصلې پورې ځنډولې وي۔






