ایم کیو ایم په لومړۍ مرحله کې په وفاقي کابینه کې د درې وزارتونه ورکولو امکان دې

باغی ټي وي رپورټ
ایم کیو ایم په لومړۍ مرحله کې په وفاقي کابینه کې د درې وزارتونه ورکولو امکان دې.
دسرچينو ترمخه ايم کيو ايم ته به په لمړي مرحله کې دساينس او ټيکنالوجۍ وزارت، بندرګاه او شپينگ او د سمندر پار پاکستانۍ وزارتونه ورکړل شي.
بل خوا د ایم کیو ایم سرچینې وايي چې د حکومت جوړولو په تړاو به د ایم کیو ایم پر غوښتنو او نورو مسایلو بحث نن کېږي چې په نورو مسایلو به هم غور کېږي.
سرچينې وائي چې ايم کيو ايم به په دغه غونډه کې په آئين کې ددريوؤ ترميمونو دعملي کولو اؤ دسيمه ييزې دورې په باوري کولو خبرې کوي اؤ په دغه غونډه کې به په سندهـ کې دگورنرشپ په اړه هم خبرې کيږي.
د ایم کیو ایم سرچینې وايي چې نننۍ غونډه مهمه ده او هیله ده چې یوې نتیجې ته ورسېږي.






