په هېواد کې د يو تولې سرو زرو بيه ٧٥٠ روپۍ لوړه شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
په هېواد کې د يو تولې سرو زرو بيه ٧٥٠ روپۍ لوړه شوې ده.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن ترمخه نن په یو توله سره د سرو زرو بیه 750 روپۍ لوړه شوې ده چې ورسره د سرو زرو بیه 215200 روپو ته رسیدلې ده.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن وايي، د ۱۰ ګرام سره زر په بیه کې ۶۴۴ کلدارې زیاتې شوي، چې له دې وروسته د ۱۰ ګرام سرو زرو بیه ۱۸۴۵۰۰ روپۍ ته لوړه شوې ده.