د کراچۍ میونسپل کارپوریشن (KMC) سنده هائي کورټ کښې د ۲۰۰ نه زیاتو ودانیو د معاینې په اړه رپورټ جمع کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ میونسپل کارپوریشن (KMC) سنده هائي کورټ کښې د ۲۰۰ نه زیاتو ودانیو د معاینې په اړه رپورټ جمع کړې دې.
د سندهـ هائي کورټ کراچۍ کښې په څو منزله ودانيو کښې د اور لګېدنې په اړه د مقدمې اورېدنه شوې چې پکښې KMC د ودانيو د معاينې رپورټ جمع کړے دے۔
د KMC رپورټ ترمخه په آئي آئي چندرګر روډ، خالد بن وليد روډ او شارع فيصل باندې د 200 نه زياتو ودانيو معاينه شوې چې دغه 200 نه زيات څو منزله ودانۍ په ناقصه موادو او د پلاننګ نه بغير جوړ شوي دي۔
رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي ودانئ کښي د فائر فائټر سيسټم، ايمرجنسي خارجي دروازې او نور انتظامات نه دي شوي، دغه ودانيو ته د اين او سي جاري کولو په وخت کښي د KMC سره هم مشوره نه ده شوي۔
په راپور کې ویل شوي چې د هغو کسانو پر وړاندې چې له بیاکتنې پرته یې د بشپړیدو سندونه، غیر قانوني تعمیرونه او NOCs ورکړي، پر وړاندې یې اقدام اړین دی.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د فساد ضد ادارې د SBCA د ښکېلو افسرانو او جوړونکو پر ضد عملیات پیل کړي دي.