ضلعي او سيشن عدالت يو خبريال ته د ګواښلو په مقدمه کښي د سينيټر فيصل جاويد د ګرفتاري وارنټ منسوخ کړي دي

0
243

باغی ټي وي رپورټ
ضلعي او سيشن عدالت يو خبريال ته د ګواښلو په مقدمه کښي د سينيټر فيصل جاويد د ګرفتاري وارنټ منسوخ کړي دي۔

د پي ټي آئي د سينيټر فيصل جاويد په ضد خبريال ته د ګواښلو کيس اوريدنه ضلعي او سيشن محکمه کښي اوشوه چي پکښي فيصل جاويد خپل وکيل سردار غزل سره د سول جج قدرت الله عدالت کښي حاضر شو۔فیصل جاوېد عدالت ته ځان سپارلی وو چې عدالت د هغه د ګرفتارۍ وارنټ منسوخ کړی وو.

عدالت د مقدمې ريکارډ طلب کولو سره نوره اوريدنه تر 13 مارچ پورې وځنډوله.ياده دي وي چي عدالت د فيصل جاويد د ګرفتاري وارنټ جاري کړي وو چي په ضد ئي کال 2022 کښي بني ګاله پوليس سټيشن کښي مقدمه درج کړے شوي وه۔

Leave a reply