وفاقي حکومت د 146 ژوند ژغورونکو درملو په نرخونو کښي زياتوالی راوستی دی

0
274

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د 146 ژوند ژغورونکو درملو په نرخونو کښي زياتوالی راوستی دی.

حکومت د درملو په نرخونو کې د زياتوالي نوټيفيکيشن جاري کړى چې له مخې يې د سرطان، واکسين او انټي بيوټيکو درملو بيې لوړې شوې دي.

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، د درملو د تنظیم ادارې د ۲۶۲ درملو د بیو د لوړولو په موخه حکومت ته یو احضار لېږلی و، خو حکومت په لېست کې د شاملو ۱۴۶ ژوند ژغورونکو درملو بیې لوړې کړې دي.
د چارواکو په وینا په لست کې د شاملو ۱۱۶ درملو بیې به پخپله د درمل جوړونکو شرکتونو له خوا لوړې شي، حکومت به اوس یوازې د ۴۶۴ درملو بیې کنټرولوي چې د ملي ضروري درملو په لیست کې شامل دي.

حکومت پرون د درملو بیې له کنټروله لیرې کړې او د درملو شرکتونو ته یې اجازه ورکړه چې په خپله بیې لوړې کړي.

Comments are closed.