د اسلام اباد هائي کورټ د توهين عدالت په مقدمه کې د ډپټي کمشنر اسلام آباد عرفان نواز ميمن د غير مشروط معافۍ درخواست رد کړی او هغه يې بهر ته د تګ نه منع کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د توهين عدالت په مقدمه کې د ډپټي کمشنر اسلام آباد عرفان نواز ميمن د غير مشروط معافۍ درخواست رد کړی او هغه يې بهر ته د تګ نه منع کړی دی.
د اسلام آباد هائي کورټ جسټس بابر ستار د ډي سي اسلام آباد په ضد د توهين عدالت کيس اوريدنه کړې وه چې پکښې ډي سي اسلام آباد عرفان نواز ميمن عدالت ته وړاندې شو۔
عدالت وويل مونږ شوکاز نوټس جاري کړى دى، تر دوشنبې پورې ځواب راکړئ، دا کيس بايد سبا مکمل شوى واى، ستاسو له امله دا کار نۀ شو کولى، ښاغلي ميمن، تاسو ته د عدالت په حکم خبر نه وو؟ په دې اړه ډي سي اسلام اباد دريځ خپل کړو چې په دې کېس کې 18 اوريدنې شوي، زه په هيڅ اوريدنه کې غير حاضر نۀ وم، زه دعدالت دحکم خلاف دتلو سوچ هم نۀ شم کولى، ځان ددغه عدالت په رحم کې پريږدم.
د اورېدنې په مهال د ډي سي اسلام آباد وکيل راجه رضوان عباسي عدالت ته خواست وکړو چې تاسو په غوسه ياست، د دې مقدمې اورېدنه دې څه موده وروسته وکړو، په دې اړه جسټس بابر وويل اوس به بنچ جوړ شي؟بلخوا ايس ايس پي اپريشنز اسلام آباد جميل ظفر هم عدالت ته حاضر شو، د عدالت په استحقاق ايس ايس پي اپريشنز جميل ظفر دريځ خپل کړو چې زمونږ توجه په قيادت باندې وه، په دې اړه جسټس بابر ستار پوښتنه وکړه چې که يو څوک پخوا په جيل کې وي نو بيا؟ تاسو به ورسره څه کوئ؟ بیا به زندان ته واچوو؟
ايس ايس پي جميل ظفر عدالت نه غير مشروط معافي وغوښته۔