د تحریک انصاف نورو غړو د سني اتحاد کونسل کې د شمولیت سندونه الیکشن کمیشن ته جمع کړي دي
باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف نورو غړو د سني اتحاد کونسل کې د شمولیت سندونه الیکشن کمیشن ته جمع کړي دي.
د پي ټي آئي سيکرټريټ لخوا وئيلي شوي دي چي د قومي اسمبلۍ لپاره 86 آزاد غړو خپل سرټيفيکيټ اليکشن کميشن ته جمع کړي دي۔
د پي ټي آئي سيکرټريټ ترمخه د سندهـ اسمبلۍ نه د پي ټي آئي نهه غړو د سني اتحاد کونسل کښې د شموليت سندونه اليکشن کميشن ته جمع کړي دي په داسې حال کښې چې د پنجاب اسمبلۍ نه 105 غړو او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ 85 غړو په سني اتحاد کونسل کښې د شموليت سندونه جمع کړي دي۔
ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف تيره ورځ قامي اسمبلۍ، پنجاب او خېبرپښتونخوا سني اتحاد کونسل کښې د شامليدو اعلان کړې وو۔