پاکستان د جګړې ډګر او میدان نه دی، بلکې د نړۍ د دوو طاقتونو لپاره د ناستې ځای جوړیدلې شی چې دواړه طاقتونو خپلو کښې ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې جوړې کړي: مسعود خان
باغی ټي وي ربورټ
په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان ویلي، پاکستان د جګړې ډګر او میدان نه دی، بلکې د نړۍ د دوو طاقتونو لپاره د ناستې ځای جوړیدلې شی چې دواړه طاقتونو خپلو کښې ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې جوړې کړي.
په واشنگټن کې یوې ځايي تھنک ټنک ته په وینا کې مسعود خان وویل، پاکستان د امریکا او چین د همکارۍ په وده کې مهم رول لوبولی شي، دواړه هېوادونه باید د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
هغه وویل چې دوی د ستراتیژیک توازن ساتلو، د پوځي تجهیزاتو د بیرته راګرځولو او د تروریزم سره د مبارزې لپاره پاکستان ته د مالي مرستو په برخه کې د امریکا پریکړې ته انتظار باسي.
نوموړي ویلي، امریکا باید د جنوبي اسیا امنیت ته هم پام وکړي، د طالبانو، داعش او القاعدې په څېر ډلو ته د ورپېښ ګواښ د له منځه وړلو لپاره همغږې تګلارې ته اړتیا ده.