د عامو انتخاباتو نه پس د حکومت جوړولو لپاره د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ ترمينځه مذاکراتو کښې معاملات حل شوی او هوار شوی دي.

0
129

باغی ټي وي رپورټ
د عامو انتخاباتو نه پس د حکومت جوړولو لپاره د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ ترمينځه مذاکراتو کښې معاملات حل شوی او هوار شوی دي.

د مذاکراتو دورې وروستو ددواړو گوندونو ترمينځ دا فيصله شوې چې پيپلز پارټي به په حکومت کې شامل نۀ شي خو د مسلم ليګ نون کانديد شهباز شريف ته به ووټ ورکوي.

ددواړو گوندونو ترمينځ په متفقه توگه فيصله شوې چې پخوانى صدر اصف علي زرداري به دصدارت دپاره گډ کانديد وي، په داسې حال کې چې دواړو گوندونو دبلوچستان حکومت دقومي اسمبلۍ په شمول دنورو څوکيو لپاره هم اتفاق کړى دى.
د دواړو ګوندونو تر منځ پرېکړه شوې چې د سندهـ ګورنر به د مسلم لیګ (ن) له خوا ټاکي او ایم کیو ایم هم له مسلم لیګ (ن) څخه د والي غوښتنه کړې ده.

دسرچينو له مخې نن به د ايم کيو ايم اؤ پي ايم ايل اين ترمينځ خبرې اترې کيږي چې پکې به دا فيصله کيږي چې ايم کيو ايم به د سندهـ گورنري ترلاسه کوي که نه.

سرچينې وائي چې نن د ايم کيو ايم اؤ مسلم ليگ(ن) ترمينځ په مهمو خبرو کې به ايم کيو ايم د سندهـ دگورنر په مقام ټينګار کوي.
په دې اړه د جيو نيوز کنټرولر نسيم حيدر ويلي چې په قومي اسمبلۍ کې مسلم ليګ (ن) ٧٩ څوکۍ لري، پيپلز پارټي ٥٤ او ايم کيو ايم ١٧ څوکۍ لري، نو دا څرګنده نه ده چې د سندهـ گورنري به د ایم کیو ایم وي.

هغه زیاته کړه دا یقیني ده چې ایم کیو ایم به په دې ټینګار کوي چې د سند د ګورنر چوکۍ دې ایم کیو ایم ته ورکړل شي ځکه چې د کوم مهم پوسټ نه بغیر د ۱۷ څوکیو لرونکي ګوند سره اتحاد نه شي کولی.

نسیم حیدر زیاته کړه چې شهباز شریف پخپله خبري غونډه کې ویلي و چې ایم کیو ایم به هم متحد وي او مسلم لیګ (ن) له پيپلز ګوند سره په خبرو کې پریکړه کړې چې د سند ایالت والي به پخپله ونوموي.

Leave a reply