د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د حماس د شرطونو له منلو انکار کړی دی

0
86

باغی ټي وي رپورټ
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د حماس د شرطونو له منلو انکار کړی دی.

په خپله یوه وینا کې د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي چې پر موږ باندې داخلي او بهرني فشارونه شته چې خپلو موخو ته له رسیدو پرته جګړه پای ته ورسوو او په هر قیمت د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره یوې موافقې ته ورسیږو، خو موږ د دې شرطونه نه شو منلی. حماس د یرغمل شویو کسانو د خلاصون غوښتنه وکړه.

نتانیاهو وویل چې د حماس د شرطونو منل او د یرغمل شویو کسانو بیرته راوستل به په دې معنی وي چې اسرائیلي دولت د حماس په وړاندې خپله ماتې منلې ده.
اسرائیلي راډیو سره په خبرو کې د اسرائیلو وزیر بیزلیل سموتریک ویلي، نتنیاهو دا خبره واضحه کړې ده چې مونږ به د اسرائیلي یرغمل شویو خوشې کولو په بدل کې هیڅ قیمت ورنکړو.

سموتریک وویل چې د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول د اسراییلو د صدراعظم لپاره هم خورا مهم دي، خو په دې اړه به هیڅ قیمت ادا نه شي، بلکې پر غزې د پوځي فشار د زیاتولو په ترڅ کې به د حماس په ماتولو سره ټول یرغمل شوي کسان خوشې شي.

د يادونې وړ ده چې د اسراييلو د لومړي وزير دغه څرګندونې د منځني ختيځ لپاره د امريکا د ځانګړي استازي تر سفر مخکې د اوربند او د يرغمل شويو کسانو د خلاصون په اړه په خبرو کې د پرمختګ په اړه شوې دي.

Leave a reply