امريکا د نوي حکومت جوړېدل د پاکستان داخلي مسله بللې او ويلي يې دي چې نه غواړي د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي

باغی ټی وي رپورټ
امريکا د نوي حکومت جوړېدل د پاکستان داخلي مسله بللې او ويلي يې دي چې نه غواړي د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتهیو میلر ویلي، په پاکستان کې د انتخاباتو د مداخلې یا درغلۍ د تورونو په اړه باید بشپړه او شفافه پلټنه وشي، دا تحقیقات باید د پاکستان له قوانینو او کړنلارو سره سم وي.
په واشنگټن کې دخبرو اترو په مهال هغه وويل کله چې دکوم دعوې يا لاسوهنې خبره کيږي مونږ غواړو دهغوي په اړه بشپړه څيړنه وکړو، مونږ غواړو چې په ټوله نړۍ کې دانټرنيټ ازادي وګورو.






