پاک ایران د ګاز پایپ په اړه یو مهم پرمختګ شوې دې

0
260

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان پرېکړه کړې، چې په خپله خاوره کې د ګازو د پایپ لاین پروژه په دوو پړاوونو کې بشپړه کړي او لومړی یې له ګوادر څخه د پایپ لاین د ۸۰ کیلومتره برخې د غځولو پلان جوړ کړی، څو وښيي، چې د اسلام اباد چارواکي د دې لویې پروژې په اړه څومره جدي دي.

پاکستان په لومړي پړاو کې له ګوادر څخه د ایران تر پولې پورې د ۸۱ کیلومترو پایپ لاین د جریمې د مخنیوي لپاره هم منظور کړی چې په وروستیو مرحلو کې به له نواب شاه سره وصل شي.
ایران لا دمخه پاکستان ته د 180 ورځو ضرب الاجل تر سپټمبر 2024 پورې غځولی دی او په دې لړ کې به د پټرولیم ډویژن به ډیر ژر د 81 کلومیټره پایپ لاین کېښودلو لپاره د وفاقي کابینې څخه انتظامي منظوري وغواړي او د خزانې وزارت به د GIDC (ګیس) د اړتیا بندوبست هم کوي.
چارواکو وویل، د پلان له مخې، د 81 کیلومتره اوږد پایپ لاین به ګوادر د IP ګاز لاین پروژې سره وصل کړي او په پیل کې به په ګوادر کې ګاز کارول کیږي.

که امریکا بندیزونه ونه لګوي، پایپ لاین به له ګوادر څخه تر سندهـ نوابشاه پورې وغځول شي، که واشنګټن بندیزونه ولګوي، نو پاکستان به د دې پروژې د پرېښودو لپاره ښه دلایل ولري او په دې توګه به دوی ته ۱۸ میلیارده ډالره تاوان ورکړي، چې د جریمې او ثالثې له محکمې به ډډه وکړي. .

Leave a reply