د هوا پېژندنې ادارې نن په کراچۍ ښار کې دبارانونو او تیزو بادونو وړاندوینه کړې ده، په قبایلي سیمه ضلع خیبر کښې پروان راهسې باران دوام لري.

باغی ټي وي رپورټ
د هوا پېژندنې ادارې نن په کراچۍ ښار کې دبارانونو او تیزو بادونو وړاندوینه کړې ده، په قبایلي سیمه ضلع خیبر کښې پروان راهسې باران دوام لري.

د موسمياتو محکمي وينا ده چي نن به په کراچي، سجاول او تخته کښي په ځني ځايونو د باران وريدو امکان دے، په کراچي کښي به د باران وريدو وړاندوينه ده او په کراچئ کښي به نن تر ماښامه پوري تيز بادونه هم روان وي۔

د موسمياتو محکمي ترمخه نن په اسلام آباد، پوټوهر سيمه، پنجاب، خېبرپښتونخوا، شمالي بلوچستان، کشمير او ګلګت بلتستان کښې د باران او په غرونو د واورې وريدو امکان دے.
دې نه علاوه د اسلام آباد، راولپنډۍ، پيښور، کوهاټ، ملاکنډ، مظفر آباد، دیامر، چلاس او چمن پشمول د ملک مختلفو سیمو کښې باران شوے دے او په غرونو د واوره وریدلې ده.

په راولپنډۍ، اټک، جهلم، چکوال، تله ګنګ او مری کې د تیزو بادونو او باران له وجې د ژغورنې عملې ته سخت خبرداری ورکړل شوی دی.

د راولپنډۍ کمشنر وويل چې په مرۍ کې د باد او باران له امله د رامنځته شوې وضعې څارنه کوي، ډپټي کمشنر مري ته د ضروري انتظاماتو هدايات ورکړي دي.
د دې نه علاوه د اسلام آباد، راولپنډۍ، پېښور، کوهاټ، ملاکنډ، مظفر آباد، دیامر، چلاس او چمن په شمول د ملک مختلفو برخو کښې باران شوے او په غرونو واوره ورېدلې ده.

په راولپنډۍ، اټک، جهلم، چکوال، تلاګنګ او مری کې د تیزو بادونو او باران له امله د ژغورنې ډلې خبرداری ورکړل شوی دی.

د راولپنډۍ کمشنر وويل چې هغه په ​​مري کې د هوا او باران له امله د رامنځته شوې وضعې څارنه کوي او ډپټي کمشنر مري ته ضروري هدايات ورکړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *