د ضم قبایلي سیمو خبریالانو هروخت هیواد کښې امن لپاره غږ پورته کړې او د سر او مال قربانۍ ی ورکړي دي: قاضي فضل الله

0
222

نصیب شاه شینواري
د قبایلي سیمو ژورنالیستانو د اتحادیې (ټي یو جې ،ضم اضلاع ) د مرکزي کابینې غونډه په مرکزي دفتر پیښور کښې تابیا شوې وه، په دې مهمه غونډه کښې د ایګزیکټیو باډی د تشکیل، حلف اوچتولو، د خبریالانو د ایکریډیټیشن کارتونو او نورو مهمو مسایلو په اړه سلا مشورې وشوې.

د ټي یو چې ضم اضلاع د مرکزي کابينې غونډه د قاضي فضل الله په مشرۍ په مرکزي دفتر پېښور کې وشوه. په غونډه كښې جنرل سيكرټري خادم خان آفريدي ايجنډا وړاندې كړه۔ د غونډې په مهال د خزانې سېكرټري دلدار حسېن د فنانس رپورټ وړاندې كړو چې د كابينې لخوا باوري اعلا شو، په غونډه كښې د نوې كابينې د سوګند پورته كولو دستورې په اړه ختمي پریکړه هم وشوه، په آین کښې د ترمیم کولو او اصلاحات وڅیړل شول، له لوړ پوړو چارواکو سره ناستې او د فنډنګ په اړه مفصل بحثونه هم وشول.

تر اوږدې سلا مشورې وروسته په غونډه کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د شپږ کسیزې ایګزیکټیو باډی د جوړولو منظوري ورکړل شوه ، چې په کښې له خیبر څخه یعقوب افریدي، له باجوړ څخه حسبان الله، له مهمند څخه شاکر الله مهمند، له شمالي وزیرستان څخه ایوب، له جنوبي وزیرستانه شهزاده او اورکزۍ نه شهید خان اورکزۍ شامل دي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د قبایلي ضلعو د غړو ژورنالیستانو لپاره به په سمدستي توګه اکریډیشن کارډونه جوړ شی او روزنیز ورکشاپونه به هم خبریالانو لپاره تابیا کړې شي.

غونډې ته په وينا کې د TUJ صدر قاضي فضل الله وويل مونږ به شپه او ورځ د قبائيلي ضلعو د خبريالانو د ژوند او مال تحفظ لپاره کار کوو. ده ووئيل د قبائيلي ضلعو خبريالان له یو شمیر ستونزو سره مخ دي، زیاته ی کړه چې د ننګونو سره د مقابلې لپاره به خپل غړي د ستونزو له څپو څخه وباسي. هغه وويل دخبريالانو قبائيلي اتحاديې په سيمه کې دسولې او پرمختيا په راوستو کې فعال کردار ادا کولو ته تيار دى.قاضي فضل الله وويل چې دخبريالانو ملي او نړيوال تنظيمونه په دې لړ کې دقبائيلي ضلعو دخبريالانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي. زیاته ی کړه چې قبایلي خبریالانو په سخت وخت کښې د امن لپاره رول لوبولې دې، هغه اوویل چې د قبائيلي ضلعو خبريالانو لپاره به په لنډ وخت کښې تربيتي ورکشاپونو تابیا شی چې د خبریالانو ښه روزنه وشی او دوی خپله دندې او ذمه وارۍ په ښه توګه ترسره کړي.

…………

Leave a reply