پاکستان سفیر او پخواني افغان اولس مشر ملاقات کړې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر او د افغانستان پخواني اولس مشر حامد کرزي ملاقات کړي ، په ملاقات کښې ی په یو شمیر موضوعاتو خبرې کړي دي.
د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د حامد کرزی سره ی د اړیکو په ښو کولو ، دوه اړخیز تجارت ته ودوه ورکولو په افغانستان کښې د تل پاتې امن لپاره د کوششونه په موضوع ګانو خبرې اترې کړي دي.
د یادونې ده چې د حامد او کرزي او پاکستان سفیر دا ملاقات په داسې وخت کښې شوې دې چې په افغانستان کښې د سردار داود په فوځی روغتون د داعش په برید کښې ګنړ شمیر کسان وژل شوي دي، د رسنیو راپورونو مطابق په دې برید کښې د امارت اسلامی د قول اردو مشر مولوی حمدا لله خالص هم ژوند له لاسه ورکړې دې، دفاعي شنونکي وایی چې که په افغانستان کښې د داعش بریدونه داسې جاري وی نو دا به د اسلامی امارت لپاره ډیرې ستونزې پیدا کړي او دې سره به په افغانستان کښې د جنګ او بدامنې یو بله چپه پیل شي.
Called on former Afghan President H.E. @KarzaiH to discuss efforts for peace, stability & progress in Afghanistan & strengthening bilateral relations including trade, transit & movement of peoples @SMQureshiPTI @ForeignOfficePk @PakinAfg pic.twitter.com/BJv6AI7cDF
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) November 4, 2021