بلدیاتي ټاکنې، حکومت د ۴ وزیرانو کمیټې جوړه کړه

باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا حکومت بلدیاتي ټاکنې د پارټیو په بنیاد کولو په اړه د انديښنو څرګندولو لپاره د څلورو وزيرانو يوه ځانګړې کميټي جوړه کړې ده، کميټۍ به نن د اليکشن کميشن له چارواکو سره ملاقات کوي او د صوبائي حکومت انديښنو نه به الیکشن کمیشن خبروي.
په رسنیو کښې چاپ شوي رپورټ مطابق تيره ورځ د صوبايي کابينې په غونډه کې د پيښور هائي کورټ د بلدياتي انتخاباتو د پارټۍ په بنياد د بلدياتي انتخاباتو د کولو د فيصلې په اړه د غور لپاره د څلورو وزيرانو يوه خاصه کميټي جوړه شوه، په دې کمیټۍ کښې د اطلاعاتو او لوړو زده کړو صوبائي وزير کامران بنګش، صوبائي وزير شهرام ترکي، د صحت او خزانې صوبائي وزير تيمور سليم جهګړا او شوکت يوسفزئي شامل دي.
یاده دې وي چې پیښور هایی کورټ حکم کړې چې په صوبه او قبایلي سیمو کښې دې بلدیاتي ټاکني د سیاسي جماعتونو په بنیاد وشي.






