د کورنیو چارو پخوانی وزیر سرفراز بګټي وايي، د ملتپالو د ټولو ناوړه کړنو سره سره به په بلوچستان کې د پیپلز ګوند حکومت جوړوي

باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو پخوانی وزیر سرفراز بګټي وايي، د ملتپالو د ټولو ناوړه کړنو سره سره به په بلوچستان کې د پیپلز ګوند حکومت جوړوي.
د پاکستان پيپلز پارټۍ بلوچستان پارليماني پارټۍ غړو يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال سرفراز بګټي وويل پيپلز پارټۍ وفاقي پارټۍ ده نو ځکه يې د څلورو واړو صوبو نمايندګي ترلاسه کړې ده، د پاکستان په مفاد کې دغه ګوند د درغليو باوجود انتخابات منلي او دوي يې انتخاب کړي دي. له تاریخي پلوه سیاسي.
هغه وويل مونږ ته دبلوچستان دخلکو لخوا يو لوى ميډيټ راکړل شوى دى، ازاد غړي هم پيپلز پارټۍ ته راځي، ځينې بايللې ملتپاله ګوندونه شکايت کوي، چې چرته يې گټلى دى په حق دى او چرته چې بايللى نو په ضد يې نعرې وهي.





